د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د جنورۍ په ۲۹مه نېټه د افغانستان په پلازمينه کابل کې د تازه پېښ شوي ځانمرګي بريد سخته غندنه وکړه.
وياندې هوا په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين له هر ډول ترهګرۍ سره ټينګ مخالفت کوي او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د هېواد او خلکو د امنيت د ساتلو په برخو کې د افغان حکومت او خلکو له کوښښونو څخه ټينګ ملاتړ کوي. د دغه بريد ځای په افغانستان کې د چين سفارت څخه يوازې شپږ سوه متره واټن لري، خو په نيکمرغه په دغه بريد کې د چين سفارت او کارکوونکو ته زيان نه دی رسېدلی او په افغانستان کې د چيني ارګانونو او شخصيتونو امنيت هم ساتل شوی دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |