CRI Online

د پاکستان د ګوادر ازاده سيمه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-01-30 10:49:28

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د پاکستان د ګوادر ازادې سيمې د پرانيستلو مراسم يعنې د ۲۰۱۸ کال لپاره د ګوادر د نړيوالو توليداتو نندارتون د جنورۍ په ۲۹مه نېټه د ګوادر په ازاده سيمه کې تر سره شو.له دې څخه څرګندېږي چې د ګوادر د ازادې سيمې د ابادولو کارونو ستر پرمختګونه تر لاسه کړي او دغه سيمه به په رسمي توګه وکارول شي.

د پاکستان صدراعظم شاهد حقان عباسي او د کورنيو چارو د وزير په ګډون يو شمېر سياستوالو او په پاکستان کې د چين لوي سفير ياو جينګ او د دواړو هېوادونو د حکومتونو او صنعتي او سوداګريزو برخو څه د پاسه ۳۰۰ استازو په دغو مراسمو کې ګډون درلود.

عباسي وويل چې د ګوادر ازادې سيمې د ابادۍ له لارې د ګوادر بندر د پرمختګ پټ توان ښودل شوی چې له دې لارې به له منځنۍ اسيا سره تګ راتګ پياوړی شي او د سيمه ييزې او نړيوالې سوداګرۍ د پرمخبيولو لپاره به فعال رول ولري.

(ليلا)


1  2  3  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای