CRI Online

افغان ناروغ ماشومان له چين څخه ډېره مننه کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-30 15:57:11

د جنورې په ۲۹مه نېټه په افغانستان کې د چين سفير ليو جين سونګ په سفارت کې د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې له سرمنشې نيلاب مبارز سره وکتل.

مېرمن مبارز د چين د سره صليب ټولنې ډېره ستاينه وکړه چې د ۲۰۱۷ کال په اګيست مياشت کې يې د هغو افغان ماشومانو لپاره چې د زړه په سوري ناروغۍ اخته وو، د وړيا درملنې فرصت برابر کړی و، هغې د دې کتنې ترڅ کې د چين د سفارت په شمول د اړوندو ارګانونو، طبي کارکوونکو او دوستانه شخصيتونو له ملاتړ څخه هم مننه څرګنده کړه. نوموړې وويل، د زړه په سوري د اخته شويو ماشومانو د مړينې اندازه ۲۵ سلنې ته رسېږي، افغانستان يو بېوزله هېواد دی او طبي شرايط يې هم وروسته پاتې دي. د ناروغانو پلارونه او ميندې په نورو هېوادونو کې د خپلو ماشومانو د درملنې لپاره کافي پيسې نه لري او يوازې خپلو ناروغو ماشومانو ته ګوري چې د ناروغۍ تر شکنجې لاندې دي.

مېرمن مبارز وويل، د انجيلانو سفر په نوم د يو کمربند او يوې لارې تر عنوان لاندې په لويې ناروغۍ له اخته شويو ماشومانو سره د مرستې پلان د افغان ناروغانو عمليات چې د چين د سره صليب ټولنې لخوا وشول، افغان ناروغو ماشومانو ته يې حيرانتيا ورکړه. د لومړۍ ډلې ۲۱ ماشومان چې د زړه په سوري اخته وو، په وړيا توګه له خپلو پلارونو او مينديو سره د چين شينجيانګ ته ولاړل او هلته يې درملنه وشوه. ژوره خاطره لرم چې تر يوې مياشتنې درملنې وروسته، دغه ماشومان چې مخکې ډېر کمزوري وو، بيا جوړ او روغ شوي او اوس له حياتي ځواک څخه ډک دي. د چين دغه خيريه عمل د ۲۱ ماشومانو او د دوي د کورنيو برخليک بدل کړی، ډېری افغانان يې تر اغېزې لاندې راوستلي او له چين سره د افغانانو دوستي ژوره ده. اوس په افغانستان کې کابو اوه زره ماشومان شته چې د زړه په سوري ناروغۍ اخته دي او درملنې ته انتظار کوي. هيله لرو چې د چين د سره صليب له ټولنې سره همکاري وساتو او لا يې پراخه کړو چې لا زيات افغان ناروغ ماشومان وژغورو. دا مالومه ده چې په چين کې هم ډېر د زړه په سوري اخته ماشومان شته، نو موږ د چين له بې غرضې مرستې څخه ډېره مننه کوو.

د اړوند خبر له مخې، د ۲۰۱۷ کال د اګيست په ۲۳مه نېټه د زړه په سوري اخته ۲۱ افغان ماشومان له خپلو پلارونو او ميندو سره د الوتکې په وسيله د چين د شينجيانګ ارومچي ښار ته لاړل او د شينجيانګ د طبي پوهنتون په لومړي روغتون کې تر درملنې لاندې ونيول شول. له يوې مياشتې وروسته ټول افغان ناروغ ماشومان بياجوړ شول او بېرته افغانستان ته راستنه شول. د چين د سره صليب ټولنې مرستيال سون شوه پنګ وويل، د انجيلانو سفر په نوم د يو کمربند او يوې لارې تر عنوان لاندې په لويې ناروغۍ له اخته شويو ماشومانو سره د مرستندويه پلان په رڼا کې د يادو افغان ناروغو ماشومانو په وړيا توګه درملنې وشوې او بيا جوړ شول. د افغانستان په اړه دغه مرستندويه عمليات د دې پلان لومړی عمل و.

سفير ليو جين سونګ وويل، چين به د تل په شان د دواړو هېوادونو د سرې مياشتې ټولنو ترمنځ له همکارۍ څخه ملاتړ وکړي او له افغان ناروغو ماشومانو سره د مرستې لپاره به تر وسې پورې کوښښونه وکړي.

مېرمن مبارز زياته کړه، د افغانستان د طبي سويې د لوړولو لپاره مو په کابل کې يو روغتون جوړ کړی، خو د کافي طبي تجهيزاتو د اخيستلو توان نه لرو. د چين طبي تجهيزات ښه کيفيت لري او بيه يې د لوېديځو هېوادونو په نيسبت ټيټه ده، هيله لرو چې چين په دې برخه کې له موږ سره مرستې وکړي. برسيره پر دې، موږ د چين له دوديزو طبي لارو چارو سره ډېره علاقه لرو او هيله ده چې دغه طبي لارې چارې زده کړو چې لا زياتو وګړيو ته ګټې ورسول شي.

سفير ليو وويل، د چين سفارت له افغان ناروغانو سره د مرستې په اړه د چيني روغتونونو او اړوندو ارګانونو هر کلی کوي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای