CRI Online

چين هيله من دی چې په نړۍ کې ورخلاصون ، همکاري او اعتماد نورهم زيات شي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-31 16:14:27

د چيانايانو د کرنيزې جنترۍ د نوي کال د رارسيدو په موقع د چين د بهرنيو چارو وزارت پرون په بيجينګ کې يوه مېلمستيا جوړه کړه او د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د يوې وينا په ترڅ کې وويل چې چين به د سوله ايز پرمختګ لاره ټينګه کړي څو چې د يوه لوی هيواد په توګه د چيني خصوصيت لرونکيو بهرنيو چارو نوې پاڼه پرانيستل شی ، دغه راز چين هيله لری چې په نړۍ کې ورخلاصون ، همکاری او اعتماد نور هم زيات شي.

(اواز) وزير وانګ يي په تير کال کې د چين د بهرنيو چارو د يادولو په مهال کې وويل چې د چين په بهرنيو چارو کې د هيواد د نويو پرمختيايي غوښتنو او د نړيوالو حالاتو د نويو بدلونونو سره سم د چينی ملت د سترې احيا په غرض د چينايانو خوب د تحقق لپاره خپلې دندې ترسره کړې او د انسانانو د دايمی سولې او عمومی سمسورتيا په هدف د نړيوالو خوب د ګړندی رښتينتوالي لپاره يې کوشش کړی او کوی يې.

(اواز) موږ د نړيوال کيدو پر سم لوري ټينګار کړی دی ، له داوس څخه تر ژنيو او له هامبورګ څخه تر دانانګ پورې رييس شی جين پينګ نړۍ ته د اقتصاد د نړيوال کيدوپه بهير کې د بيا برابرۍ د هڅونې او د بشری سرنوشت د ګډې ټولنې د جوړونې په هکله د چين نِظريه وړاندې کړې او د خلاص نړيوال اقتصاد د جوړونې او د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې د اقتصاد د يووالي د ټينګښت په غرض د چين وړانديز بيان کړی چې په نتيجه کې يې نړيوالې ټولنې ته غښتلی اعتماد او سم ځواک وربښلی دی.

وزيروانګ يي په خپله وينا کې وويل چې يو سلو شل کاله مخکې په چين کې د اصلاحاتو غورځنګ رامنځته شو او د چين يو شمير روښانفکرانو د خپل ملت د احيا او د خپل هيواد د غښتليتوب لارې د لټولو ازموينه تر سره کړې ، خو دغه ازموينه په پای کې ناکامه شوه ، نن ورځ چين نه يوازی د چينی خصوصيت لرونکی سوسياليزم د جوړولو سمه لاره پيدا کړې ، بلکې هغه ګړندی پرمختيا يې موندلې چې له ازادۍ او شتمنۍ څخه د غښتليتوب لټون لارې ورزمايلی چې له امله يې نه يوازی د چين بڼه ښه بدله کړې، بلکی د نړيوالې سولې او ترقۍ لپاره يې نوی فرصت برابر کړی دی.،

ده وويل چې سږ کال د چين د اصلاح او ورخلاصون د پيل څلويښتم کال دی او د چين د کمونست ګوند د نولس ملی کانګرس د جوړيدو وروسته لومړی کال هم دی ، چين به په نوی زمانه کې د چينی خصوصيت لرونکی سوسياليزم د جوړولو په غرض د شي جين پينګ افکارو په رڼا کې د سوله ايز پرمختګ پر لاره ټينګار وکړی او د يو لوی هيواد په توګه به د چينی خصوصيت لرونکيو بهرنيو چارو د نوې پاڼې د پرانيستلو لپاره به هڅه وکړی .

موږ هيله لروچې سږ کال په نړۍ کې ورخلاصون نورهم زيات شی ، ورتړنه کمه شی ځکه چې د نړيوال اقتصاد د پرمختيا نوی پړاو د بيلا بيلو هيوادونو هڅو ته اړتيا لری ، د چين د اصلاح او ورخلاصون د څلويښتو کلونو تجربې دا ښيي چې نړۍ ته د خپل زړه او فکر خلاصون د پرمختيا او سمسورتيا د تحقق حتمی لاره ده .، موږ به نورو ته د خپل هيواد د دروازې خلاصولو پر اساسی تګلارې ټينګار وکړو او د متقابلو ګټو او ګډ پرمختګ پر اساس د خلاصې ستراتيژۍ عملی کولو ته به دوام ورکړو .

وزير وانګ يي زياته کړه چې سږ کال به چين د تودو او ستونزمنو مسلو د سياسی حل لپاره له بيلا بيلو خواوو سره ګډ کوشش وکړی او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره به دوامدار فعال رول ولوبوی .(اواز)په نوي کال کې هيله من يو چې د چين او بيلابيلو هيوادونو ته د نيکمرغۍ رسولو لپاره له تاسو سره ګډ کوشش وکړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای