CRI Online

د چين او بريتانيا صدراعظمانو کلنی ملاقات وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-02-01 12:34:10

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جنورۍ د ۳۱مې نېټې په ماسپښين د چين صدراعظم لي که چيانګ د بريتانيا له لومړۍ وزيرې تريسا مې سره کلني ملاقات وکړ. دا تر دې وروسته چې رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۵ کال کې په برياليتوب سره بريتانيا ته سفر وکړ او دواړو هېوادونو د خپلمنځي ستراتيژيکو اړيکو د ټينګېدو اعلان وکړ، د دواړو هېوادونو د صدراعظمانو ترمنځ لومړی ځل کلني ملاقات دی. دواړو خواوو موافقه وکړه چې د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې، پولي چارو او کلتور او هنر په شمول ځينو برخو کې به خپلمنځي همکاري وهڅوي او د يو لړ همکاريزو هوکړو د لاسليک په مراسمو کې حاضر وو.

دا تريسا مې د بريتانيا د لومړۍ وزيرې په توګه تر ټاکل کېدو وروسته لومړی ځل چين ته سفر کوي. صدراعظم لي که چيانګ د خلکو په لوی تالار کې د تريسا مې د هرکلي مراسم تر سره کړل.

په دې حال کې چې بريتانيا له اروپا څخه د وتلو په کارونو بوخته ده، بريتانيا د اروپا نه پرته نورو سيمو ته ډېره پاملرنه کوي. چين د بريتانيا يو مهم تجارتي همکار دی. په ۲۰۱۷ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريز ارزښت ۷۹ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې دغه شمېر د ۲۰۱۶ کال په نسبت ۶.۲ سلنه زيات شوی دی. نو د تريسا مې د دې سفر يو مهم مقصد له چين سره د اقتصادي او پانګونو اړيکو ټينګول دي. د کابينې له غړيو نه پرته، د بريتانيا د اقتصاد او سوداګرۍ د شخصيتونو لخوا جوړ شوی يو پلاوي هم له تريسا مې سره چين ته راغلی، له دې څخه ښکاري چې بريتانيا له چين سره د اقتصادي او تجارتي همکارۍ پياوړتيا ته سترګې په لاره ده.

لي که چيانګ له تريسا مې سره د ملاقات په وخت کې وويل، چين او بريتانيا بايد خپلمنځي ستراتيژيکې اړيکې ټيڼګې کړي او يو بل ته د دروازو پرانيسته دې لا پراخه کړي. هغه وويل، چين به په مناسب وخت کې د شانګهای او لندن د سهامي بازارونو د پيوست تياريانې څېړنې پيل کړي. هغه وويل

((تېر کال په بريتانيا کې د چيني تصديو پانګونې د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې مخکښ ځای درلود او د زياتېدو په حال کې دي. موږ د بريتانيايي تصديو هر کلي کوو چې په چين کې پانګونې وکړي. د پولي چارو په برخه کې همکارۍ په اړه مو هم بحثونه کړي دي چې د شانګهای او لندن د سهامي بازارونو د يونيکم د جوړېدو د تياريانو په اړه مو ترتيبات ترسره کړي. له دې څخه ښکاري چې موږ نه يوازې دواړه خواوې د پرانيستې رويه لرو، بلکې ريښتيني عمليات غوره کوو. نړۍ ته مو څرګنده نښه ښودلې چې موږ به د سوداګرۍ د ازادۍ او پانګونې د اسانتيا د هڅولو لپاره کوښښونو ته دوام ورکړو او له هر ډول سوداګريزې ساتنې سره به کلک مخالفت وکړو. ))

لي که چيانګ دې ته اشاره وکړه چې بېلا بېلې خواوې بايد د نړيوال اقتصاد د بيااحيا د ښه تمايل په کارولو سره په ګډه د همکارۍ نښه څرګنده کړي چې نړيوال بازار ته ثابته وړاندوينه ورکړی شي.

مېرمن تريسا مې وويل، بريتانيا غواړي د دې سفر په وسيله له چين سره ستراتيژيکې اړيکې لا ټينګې کړي. بريتانيا او چين د اقتصاد په برخه کې يو د بل کمښت پوره کولای شي. بريتانيا غواړي د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې په برخه کې له چين سره همکاري پياوړې کړي. هغې وويل

((موږ د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې د وړانديز هر کلی کوو چې اسيا او نړۍ ته يې فرصت برابر کړی چې د اسيا د سمسورتيا او د نړۍ د دوامدار پرمختګ لپاره ګټور دی. بريتانيا د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک اصلي غړی دی، نو د ياد وړانديز طبيعي همکار هم دی. نن ورځ مې له صدراعظم لي که چيانګ سره په دې برخه کې د خپلمنځي همکارۍ د هڅولو په اړه بحثونه کړي دي. ))

دواړو صدراعظمانو تر خبرو اترو وروسته د اقتصاد او سوداګرۍ، پولي چارو، هوانوردۍ، روغتيا او ځيرک ښار په شمول ځينو برخو کې د دواړو هېوادونو د يو لړ همکاريزو سندونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای