CRI Online

په چين کې د ٢٠١۸ کال د پسرلني اختر په موده کې د مسافرينو د تګ راتګ بهير پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-02-02 17:22:06

په چين کې د ٢٠١٧ کال د پسرلني اختر په موده کې د مسافرينو د تګ لاتګ بهير د فبرورۍ په لومړې نېټه پيل شو. اټکل کېږي چې دا شمېر د روان کال د پسرلني اختر په موده کې به د اوسپنيزو لارو په وسيله څه د پاسه ۸مليونه يو لک تنه ولېږدول شي. تر اوسه پوري د مسافرينو تګ راتګ په ثابته، منظمه او امن توګه روان دي.

په چين کې تر ټولو مهم دوديز جشن د پسرلني اختر به ژر راورسيږي او په خپلو ټاټوبيو کې له کورنيو غړيو سره د دغه جشن تيرول په زر ګونو کلونو کې د چينايانو يو مهم دود دی. اوس د پسرلني اختر په رخصتي کې سفر کول د خلکو تر منځ ډېر مروج دی، نو د پسرلني اختر په موده کې همېشه د لويې پيمانې خلکو تګ راتګ رامنځته کيږي. روان کال دغه بهير به شاو خوا څلويښتو ورځو لپاره دوام وکړي چې په دې ترڅ کې به د اورګاډو په وسيله د تګ راتګ لاره ډېره مهمه ده. د چين د اوسپنيزو لارو عمومي شرکت د تنظيمولو څانګې مرستيال مشر جانګ څاي چون وويل د پسرلني اختر په موده کې د مسافرينو د تګ راتګ په لومړۍ ورځ په ټول هېواد کې د ۳۸۱۹ جوړو عادی اورګاډو نه پرته نور ۲۱۴ جوړې اورګاډې په کارونو لويدلی چې يوه ورځ د شاو خواو اته مليونو او يو لکه تنه مسافرين ليږدول شوي دي. ښاغلي جانګ وويل(اواز) د اوسپنيزو لارو په تيره بيا د چټکو اورګاډو د چټک پرمختګ سره سره په چين کې د اوسپنيزو لارو په وسيله د مسافرينو د ليږد راليږد توان په پرله پسي ډول پياوړی شوی دی. تېر کال په چين کې د اوسپنيزو لارو عمومي اوږدوالی يو لک ۲۷۰ زرو کيلومترو ته ورسيد او د چټکو اورګاډو په وسيله د اوسپنيزو لارو اوږدوالی ۲۵زرو کيلومترو ته ورسيد او هغه اورګاډي لا زيات شوي چې هر ساعت سرعت کې يې ۳۵۰ کيلومترو ته رسيږي.

ښاغلي جانګ څای چون وويل د پسرلني اختر مخکې د اوسپنيزو لارو په وسيله د مسافرينو د تګ راتګ څاې رسيدلې چې د چين د اوسپنيزو لارو څانګې به په لنډ مهالي توګه اورګاډو شمېر زيات کړي. په همدې وخت کې د پسرلني اختر په موده کې د مسافرينو د تګ راتګ لپاره هره ورځ پنځلس زره الوتکې تر ضمانت لاندې دی او دغه راز د مسافر باروړونکو بسونو شمير اته لکه څلوېښت زرو ته رسيږي او د بيړيو شمير څه دپاسه شل زرو ته رسيږي.

د چين د اوسپنيزو لارو څانګې د ځيرکې تکنالوژۍ له لارې په لا ښه توګه مسافرينو ته خدمتونه برابروي چې مسافرين د تګ راتګ په ترڅ کې لا زياتې اسانتياوې لري. د چين د اوسپنيزو لارو د عمومي شرکت اړوند مشر لي جيان فونګ وويل (اواز)

د اورګاډو سټېشنومو ته د ننوتلو په ترڅ کې د مخ پيژندنې د کمپيوترونو شمير څه دپاسه زرو ته رسيږي چې مسافرين په لا چټک سرعت د اورګاډو سټېشنونو ته ننوتلی شي. بر سيره پر دې د اورګاډو د حرکت، سير او وخت په سټېشن کې د لارښوونې سيستم شته چې مسافرين د اورګاډو سپرلو په هکله د مالوماتو لټولو په ترڅ کې اسانتياوې لري.

د روان کال په ژمي کې د چين په جنوب کې باران او واورې د پسرلني اختر په موده کې د خلکو تګ راتګ په برخه کې ستونزې او فشارونه زيات کړي او کوي يې. په دې هکله ښاغلي جانګ څای چون وويل د اوسپنيزو لارو څانګې له بيړني حالت سره د مقابلې لپاره لايحې جوړې کړې دي. (اواز) موږ له بيړني حالت سره د مقابلې لپاره د مالونو زيرمه چمتو کړې دی، د بيلګې په توګه د چټکو اورګاډو په لاره کې او د عادی اورګاډو په عمده سټېشنونو کې د تودوخې لپاره د بريښنا توليد څه دپاسه دوه زره ماشينونه مو تنظيم کړی دی چې د سختې او سړې هوا اغيزې ليرې کولای شي.

د پسرلني اختر په موده کې د مسافرينو تګ راتګ بهير د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د مارچ تر دوولسمې نيټې پوري به ختم شي چې څلويښتو ورځو ته به دوام ولري. په دې موده کې د تګ راتګ مسافرينو شمير به شاو خوا دري بيليارډو تنو ته ورسيږي. د چينايانو په خوله کې د پسرلني اختر په موده کې د خلکو تګ راتګ چې د تيرې پيړۍ له اويايمي لسيزې څخه پيل شوی، د پخوا په پرتله اوس د ستر بدلون په حال کې دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای