سين هوااژانس د خبر له مخې، د پاکستان د دريو پوځونو مطبوعاتي ادارې د فبرورۍ په ۳مه نېټه ماښام د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د پاکستان د خيبر پښتونخوا د سوات په سيمه کې پر يو پوځي کمپ ځانمرګی بريد وشو چې له امله يي يوولس تنه سرتيري وژل شوي او ديارلس تنه نور ټپيان شوي دي.
اعلاميه وايي چې د بريد په وخت کې په دغه پوځي کمپ کې د واليبال سيالي تر سره کېده. د خبر له مخې، څرنګه چې د ټپيانو حالت سخت دی، نو امکان شته چې د مړو شمير به نور هم زيات شي.
د پاکستان طالبانو د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.
د پاکستان صدراعظم شاهيد خاقان عباسي د دغه بريد سخته غندنه وکړه او ويې ويل چې پاکستان به له ترهګرۍ سره مبارزو ته دوام ورکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |