CRI Online

چين به په کليوالو سيمو کې د وګړيو د استوګنې چاپېريال د ښه والي لپاره کوښښونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-06 16:11:38

اوس چين د ښکليو کليو په جوړولو بوخت دی. د فبرورۍ په ۵مه نېټه چين په کليوالو سيمو کې د وګړيو د استوګنې چاپېريال د ښه والي په اړه يو سند خپور کړ چې له مخې به يې تر ۲۰۲۰ کال پورې په کليوالو سيمو کې د وګړيو د ژوند چاپېريال په څرګنده توګه ښه شي، د کليو چاپېريال به پاک او منظم وي او د چاپېريال او روغتيا په اړه د کليوالو پوهاوی به لوړ او پياوړې شي.

دغه سند د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د دفتر او د دولتي شورا دفتر لخوا په ګډه خپور شوی دی. که څه هم چين په دې وروستيو کلونو کې په کليوالو سيمو کې د وګړيو د استوګنې چاپېريال د ابادۍ په برخه کې ځينی برياليتوبونه تر لاسه کړي دي، خو په کليوالو سيمو کې د چاپېريال حالت متوازن نه دی او په ځينو سيمو کې د ککړتيا او بې نظمۍ حالات سخت دي. نو په دې سند کې په ګوته شوي چې موږ بايد بېلا بېلې سرچينې تنظيم کړو او وکاروو، رنګا رنګ تدبيرونه پياوړي کړو څو چې ګام په ګام د کليوالو سيمو د وګړيو د استوګنې په چاپېريال کې ستونزې ليرې او حل کړو.

په دغه سند کې په کليوالو سيمو کې د کثافاتو د پاکوالي، د ککړو اوبو ادارې او د کليو بڼو د ښکلا په شمول عمده درې خواوې وړاندې شوي. د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ څېړونکي لي ګوه شيانګ وويل، دغه درې برخې د چين په کليوالو سيمو کې څرګندې عمده ستونزې دي. هغه وويل

((په کليوالو سيمو کې ډېر کثافات په ښه توګه نه دي له منځته وړل شوي، نو څنګه کثافات پوره پاک شي، دا د کلیوال چاپېريال د ښه والي په برخه کې يوه عمده مسئله ګڼل کېږي. برسيره پر دې، په کليوالو سيمو کې د ککړو اوبو په تېره بيا د ژوند ککړو اوبو د ادارې او تصفيې سيستم نه شته، نو بايد په دغو برخو کې د لارښوونې او د حکومت د ملاتړ له لارې بدلونونه راوستل شي چې د کليو بڼې به ګام په ګام ښې او پاکې شي. ))

په ياد سند کې وړاندې شويو عمده کارونو کې په کليوالو سيمو کې د کثافاتو پاکولو ته لومړيتوب ورکول شوی. د څينګهوا پوهنتون د چاپېريال ادارې د پوهنځي پروفيسر ليو جيان ګوه وويل، اوس له ځينو پرمختللو سيمو نه پرته د چين په اکثرو کليوالو سيمو کې د کثافاتو پاکولو کارونه د پيل په مرحله کې دي. د کثافاتو مسئله د کليوال چاپېريال لپاره ډېره مهمه ده، دلۍ شويو کثافاتو پر اوبو او خاورو منفي اغېزه کړې او کوي يې.

په دغه سند کې راغلي چې د چين په کليوالو سيمو کې به له ريښتنيو حالاتو سره سم د کثافاتو د راټولولو او ليږدولو منظم سيسټم جوړ شي. د ښاغلي ليو جيان ګوه په اند، د کليوالو سيمو د کثافاتو مسئلې د ليرې کولو لپاره بايد کافي پيسې بېلې شي. ده وويل

(( فکر کوم د پيسو ضمانت لازم دی، څرنګه چې دا يو مشخص کار دی، نو د لګښتونو ضمانت په دې برخه کې ډېر مهم دی. موږ بايد يوه مسلکي ډله وګومارو چې د اړوند سيستم د دوامدار کارولو لپاره تخنيکي ضمانت برابر شي. ))

چين يو پراخه خاوره مساحت لرونکی هېواد دی او د بېلا بېلو سيمو ترمنځ توپيرونه هم زيات دي. نو په عملي پلان کې د بېلو سيمو په اړه مختلف مهالوېشونه ټاکل شوي دي چې له مخې به يې تر ۲۰۲۰ کال پورې د ختيځۍ سيمې، د منځنې او لوېديځې سيمې د ښارونو په اطرافي سيمو کې چې ښه بنسټ او شرايط لري، په کليوالو سيمو کې د وګړيو د استوګنې چاپېريال په پوره توګه ښه شي. په ګوښه او لري پرتو سيمو کې چې اقتصادي حالت يې وروسته پاتې دي، د کليوالو د ژوند د بنسټيزو شرايطو د ضمانت پر بنسټ به په کليوالو سيمو کې د وګړيو د استوګنې چاپېريال بنسټيزې غوښتنې عملي شي.

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ څېړونکي لي ګوه شيانګ وړانديز وکړ چې حکومت بايد د هېواد په منځنۍ او لوېديخې برخو سيمو کې د کليوال چاپېريال له ښه کولو څخه ډېر ملاتړ وکړي، دغه راز به د بنسټيزو عامه خدمتونو د برابرېدو په اړه زموږ موخه عملي او ترسره شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای