CRI Online

د پسرلني اختر په موده کې به په چين کې ۳۸۵ مليونه وګړي بېلا بېلو ځايونو ته سفرونه وکړی

cri     (GMT+08:00) 2018-02-07 16:38:10

د چين د سيلانيزو چارو ادارې د فبرورۍ په ۶مه نېټه وويل سفر کول د پسرلني اختر په موده کې د چينايانو يوه مهمه ټاکنه ده. د روان کال د پسرلني اختر په موده کې به په چين کې ۳۸۵ مليونه وګړي د هيواد په داخل کې يا بهر ته سفرونه وکړي چې د تير کال د همدې مودې په پرتله به دوولس سلنه زياته شي. برسيره پر دې د چين د پسرلني اختر په نمانځنې کې د خوښيو د شريکولو لپاره به د چين د کولتور وزارت د ټولې نړۍ په څه دپاسه څلورو سوو ښارونو کې د پسرلني اختر د نمانځنې فعاليتونه تر سره کړي چې له چين څخه بهرنيانو ته خپلې نيکې هيلې څرګندې کړي.

سږ کال د فبرورۍ شپاړسمه نېټه به د چينايانو له لومړی لوی دوديز جشن پسرلني اختر سره برابر وي. د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د روانې مياشتې په ۶مه نېټه يوه مطبوعاتي غونډه کې د پسرلني اختر په موده کې د کولتور او سيلانۍ په شمول د اړوندو فعاليتونو په هکله مالومات ورکړل. د چين د سيلانيزو چارو ادارې مرستيال مشر وانګ شياو فونګ وويل چې د روان کال د پسرلني اختر په موده کې به د سيلانۍ بازار ډېر توديږي. د اټکل له مخې په دې موده کې به ۳۸۵ تنه وګړي بېلا بېلو ځايونو ته سفرونه وکړي او د هېواد په دننه کې د سيلانيزو چارو عايدات به ۴۷۶ بيليارډ يوانو ته ورسيږي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوولس سلنه به زيات شي.

وانګ شياو فونګ وويل د پسرلني اختر په موده کې به د چين جنوب او شمال عمده سيلانيز هدفونه وي. (اواز)

د هيواد جنوب ته سفر کول له يخنۍ څخه د ژغورلو هدف دی او شمال ته تلل د واورو سيل کول دي . د پلټنې له مخې په سلو کې نژدې شپږ شپيته برخه سيلانيان منځنی او د اوږد مزل سفر ټاکی او د هان نان ولايت سان يان ښار او د هه لونګ جيانګ ولايت هاربين ښار د سيلانيانو لومړی او دوهم هدف ګڼی . د سمندری ټاپوګانو او واورينو ځايونو سيل کول د ګڼ شمير سيلانيانو خوښ دي . په سلو کې نژدی دری پنځوس برخه سيلانيان د خپلې کورنۍ د نورو غړو سره يو ځای ازاد سفر ټاکی او په سلو کې څلورديرش برخه سيلانيان خپل استوګنځای ته نژدې ځايونو ته سفر کوی ، برسيره پردې ممکنه ده چې ډير زيات سيلانيان به د منځنيو او وړوکو ښارونو د تجارتی واټونو،موزيمونو ، لويو پارکونو ، د ساغتيری ډګرونو ، ژوبڼونو او د معبدي بازارونو سيل وکړی .

د پلټنې له مخې د رخصتۍ تيرول او د ښکليو ځايونو سيل کول له ټولو سيلانيانو څخه نيمه برخه نيسی او هغه سيلانيان چې د اکتشافاتو هدف لری ، په سلو کې ديرش برخه نيسی ، له دې څخه څرګنديږی چې اوس زياتيدونکي سيلانيان د سيلانۍ کيفيت او اسانتياوو ته ډير اهميت ورکوی .

د چين د اقتصاد د ګړندی پرمختګ ، د دولتی ځواک د غښتليتوب او په نورو هيوادونو کې د اوسيدونکو چينايانو د مقام د لوړتيا سره سم پسرلنی اختر د چينی ملت د دوديز کولتور په مهم اختر بدل شوی او له چين څخه نړۍ ته وتلی دی . ددوه زره لسم کال د پسرلنی اختر څخه د چين د کولتور وزارت او نورو سازمانونو په نورو هيوادونو کې د خوښيو څخه د ډک پسرلنی اختر په نوم لوي کولتوری فعاليتونه جوړ کړي څو چې د بيلا بيلو هيوادونو خلک د خوښيو څخه په دغه ډک اختر کې شريک شی او له چينی کولتور څخه خوند واخلی.

د راتلونکي پسرلني اختر په موده کې به د چين د کولتور وزارت په يو سلو ديرشو هيوادونو کې چې درې پنځوس يې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پراته دي. په دې مناسبت ګڼ شمېر کولتوري فعاليتونه ترسره کړی .د چين د کولتور وزارت مرستيال يانګ جي جين وويل

موږ به په امريکا او استراليا کې مهم فعاليتونه ترسره کړو ، دغه راز موږ به هم د نورو هيوادونو به ښوونځيو ، د هستوګنې په سيمو کې له ځايي وګړو سره يو ځای د چينايانو دغه مهم اختر ولمانځو څو چې دوی په هراړخيز ډول چينی کولتور رنګارنګې ښه احساس کړی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای