CRI Online

د چين د پسرلني جشن په موده کې به په بېجينګ کې رنګارنګ کولتوري فعاليتونه تر سره شي.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-08 14:45:19


د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې به د سږ کال د فبرورۍ شپاړسمه نېټه له پسرلني جشن سره برابره وي. د دغه جشن په موده کې به په بېجينګ کې د نوي کال د لمانځنې لپاره رنګارنګ کولتوري فعاليتونه تر سره شي. په دې جمله کې د معبدي بازارونو او د بېجينګ اوپرا نندارو په شمول دوديز فعاليتونه شته او هم د نندارتونونو او عصري هنري نندارو په ګډون راز راز کولتوري فعاليتونه شته.

د ابتدائي شمېرنې له مخې، د ۲۰۱۸م کال د پسرلني جشن په موده کې به د بېجينګ په پنځوسو مسلکي تياترونو کې درې سوه او اته نوي نندارې تر سره شي. د بېجينګ ښار کولتوري ارګانونه به د معبدي بازارونو، د باغونو سيلونو، د ګلونو سيلونو، د يخ او واورو کولتوري فعاليتونو، عمومي او عام المنفعه درسونو په شمول څلور سوه او اتيا ډول ډول فعاليتونه تر سره کړي. د چين له دودونو سره سم، معبدي بازار د پسرلني جشن په موده کې د چينايانو يو عمده فعاليت دی. د بېجينګ د کولتور رياست مرستيال پانګ وي وويل، سږ کال د بېجينګ د معبدي بازارونو يوه لويه ځانګړتيا د ژمنيو اولمپيک لوبو په اړه ده. ښاريان به د يخ او واورو له کولتور څخه خوند واخلي.

ټولو ته معلومه ده چې د فبرورۍ په نهمه نېټه به د جنوبي کوريا په پيونګ چانګ کې ژمنۍ اولمپيک لوبې شروع شي. د دغو لوبو له پای ته رسېدو نه وروسته به موږ د ژمنيو اولمپيک لوبو بيرغ واخلو او د بېجينګ د ژمنيو اولمپيک لوبو زمانه به پيل شي. نو د ژمنيو اولمپيک لوبو مطلب ډېر مهم او ارزښتناک دی. سږ کال به د بېجينګ د لسو عمده معبدي بازارونو په شپږو معبدي بازارونو کې د يخ او واورو کولتوري محتويات شامل وي. مثلاً، ((لونګ تان)) معبدي بازار، د ((يان چينګ)) د يخ او واورو کولتوري معبدي بازار، د ((تونګ جوه)) د کانال کولتوري معبدي بازار او داسې نور. بر سېره پردې، سږ کال به د ((شي جينګ شان)) سيمې حکومت د ژمنيو اولمپيک لوبو له تشکيلاتي کميټې سره يو ځای د اولمپيک لوبو د هر کلي په هکله د سپورټ تر عنوان لاندې مبعدي بازار تر سره کړي.

پر معبدي بازارونو سر بېره، د بېجينګ اوپرا او د معاصرې ډرامې په شمول نندارې به هم تر سره شي. مثلاً، د ((مې لان فانګ)) په لوی تياتر کې به د بېجينګ اوپرا يو عنعنوي پروګرام د نندارچيانو پر مخ پرانيستل شي چې عنوان يې دی: ښامار او فنيکس نيکمرغي او مبارکي څرګندوي. دغه راز، د سرې ډيوې کيسې په شمول د بېجينګ اوپرا عصري پروګرام به هم وړاندې شي. د دې ترڅنګ، د پسرلني جشن په ورځ به د بېجينګ د موسيقۍ په سالون کې د پسرلني جشن په اړه چيني او بهرني سمفوني کنسرت وړاندې شي.

د پسرلني جشن په موده کې به د بېجينګ کتابتون او د تصويرونو ګاليرۍ په شمول عمومي کولتوري ځايونه په عادي توګه ښاريانو ته خدمتونه وکړي. بر سېره پردې، د بېجينګ د بېلا بېلو اوسيدونکو سيمو په کولتوري مرکزونو کې به راز راز چيني کولتوري فعاليتونه او د غير مادي کولتوري ميراثونو نندارې تر سره شي. د بېجينګ د کولتور رياست د کولتور عمومي څانګې مسؤل ليو ګوي مين وويل،

د پسرلني جشن په موده کې به د پلازمينې کتابتون په وړيا توګه ښاريانو ته خدمت وکړي. د بېلا بېلو اوسيدونکو سيمو کتابتونونه او کولتوري مرکزونه به د دغه جشن د لمانځنې لپاره څه باندې يو سل او اتيا رنګارنګ فعاليتونه تر سره کړي. مثلاً، د ((دونګ چنګ)) سيمې په دوهم کتابتون کې به د پسرلني جشن د هر کلي او د نيکمرغۍ د څرګندونې تر عنوان لاندې د کتابونو د لوستلو ناسته تر سره شي او د ((شي چينګ)) سيمې په لومړي کتابتون کې به د ډيوې معما د حلولو دوديز فعاليت تر سره شي.

د معلوماتو له مخې، سږ کال به د بېجينګ حکومت په وړيا توګه ښاريانو ته د معبدي بازارونو ټيکټونه وړاندې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای