CRI Online

بېجينګ کې " د افغانستان د کولتوري ورځې" فعاليت ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2018-02-08 20:32:03


په چين کې د افغانستان لوی سفير جانان موسی زی د وينا په حال کې


د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشی رشيد اليموف د وينا په حال کې


سفير سرمنشي ته د افغانستان چپنه ډالۍ کوي


د کابل ازاده هنري ډله د نندارې په حال کې


د افغانستان د دودونو او منظرو انځورونه، قالينچې او د لاجوردو ګلدانۍ

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افغانستان د کولتوري ورځې په نوم فعاليت د فبروري د اتمې نېټې په ماښام په بېجينګ کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په دارالانشا کې ترسره شو.

د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي رشيد اليموف او په چين کې د افغانستان لوی سفير جانان موسی زي په ياد فعاليت کې په جلاجلا توګه ويناوې وکړې.

سرمنشي رشيد اليموف په خپلو خبرو کې وويل، د افغانستان خلک د پخوانۍ زمانې له هغو خلکو څخه دی چا چې د اروپا او اسيا په څلور لارې کې ژوند کړی او د ورېښمو پخوانۍلارې په اوږدو کې يې مهم رول لوبولی دی. د شانګهای همکارۍ سازمان د سولې،ثبت او اقتصادي سمسورتيا لپاره د افغانستان د حکومت او خلکو له هڅو څخه ټينګ ملاتړ کوي. باور لرو چې هغه ورځ نږدې شوې چې افغانان سوله،نيکمرغی او سوکالی ترلاسه کړي.

د معلوماتو له مخې، په بېجينګ کې د ۱۵ هېوادونو د ډيپلوماټانو، د بېلابېلو نړيوالو سازمانونو استازو او د چين او افغانستان د اړوندو ساحو د استازو په شمول شاوخوا ۱۰۰ کسانو په دغه فعاليت کې ګډون درلود. د کابل " ازاده" هنري ډلې په دې کلتوري فعاليت کې ګډون کوونکو ته افغان دوديزې هنري نندارې وړاندې کړې. دغه راز د فعاليت کوربه ادارې د افغانستان د دودونو او ښکلو منظرو انځورونه او لاسي اثار هم ګډون کوونکو ته وړاندې کړل.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای