CRI Online

د روسيې او ترکيې ولسمشرانو د تليفوني خبرو له لارې د سوريې مسئلې په اړه بحث وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-02-10 16:40:24

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د فبرورۍ په ۸مه نېټه د تليفوني خبرو له لارې د سوريې مسئلې او د دې مسئلې په اړه د روسيې،ترکيې او ايران د مشرانو غونډې د تر سره کېدو په اړه بحث وکړ.

د روسيې د ولسمشرۍ ويبپاڼې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې پوټين او اردوګان په همدې ورځ په ژوره توګه د سوريې د اوضاعو په اړه بحث وکړ.دواړو خواوو موافقه وکړه چې په پر له پسې توګه به د روسيې او ترکيې د ځواکونو او استخباراتي څانګو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي څو چې د سوري تندلارو پر ضد مبارزه نوره هم پياوړې شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای