CRI Online

کيم يو جونګ د شمالي کوريا د مشر کيم جونګ اون د ځانګړي استازي په توګه د جنوبي کوريا ولسمشر مون جای ين ته له شمالي کوريا څخه د ليدنې بلنه ورکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-02-10 17:14:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنوبي کوريا د ولسمشرۍ ماڼۍ چيون وا دای د فبرورۍ په لسمه نېټه خبر ورکړ چې د شمالي کوريا د کارګرو ګوند د مرکزي کميټې لومړي مرستيال کم يو جونګ د شمالي کوريا د مشر کيم جونګ ون د ځانګړي استازي په توګه د جنوبي کوريا ولسمشر مون جای ين ته له شمالي کوريا څخه د ليدنې بلنه ورکړه.

مون جای ين د همدې ورځې په سهار په چيون وا دای کې د شمالي کوريا له لوړ پوړي پلاوي سره ملاقات وکړ او په ګډه يې غرمنۍ وخوړه. د ياد پلاوی مشر د شمالي کوريا د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر کيم يونګ نام دی او په دې پلاوي کې د شمالي کوريا د کارګرو ګوند د مرکزي کمېټې لومړی مرستيال کيم يو جونګ، د سپورټي لارښوونې د دولتي کمېټې مشر چوی هوی، د وطن د سولې او يووالي کميټې مشر لي سون ګون شامل دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای