CRI Online

کيم يو جونګ د شمالي کوريا د مشر کيم جونګ اون د ځانګړي استازي په توګه د جنوبي کوريا ولسمشر مون جای ين ته له شمالي کوريا څخه د ليدنې بلنه ورکړه(نوی)

cri     (GMT+08:00) 2018-02-10 18:52:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فبرورۍ په لسمه نېټه د شمالي کوريا د کارګرو ګوند د مرکزي کميټې لومړي مرستيال کم يو جونګ د شمالي کوريا د مشر کيم جونګ ون د ځانګړي استازي په توګه د جنوبي کوريا ولسمشر مون جای ين ته د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د ښه والي په مناسبت د شمالي کوريا د مشر کيم جونګ ون پيغام ورکړ او ورته يې له شمالي کوريا څخه د ليدنې شفاهي بلنه ورکړه.

مون جای ين د همدې ورځې په سهار په چيون وا دای کې د شمالي کوريا له لوړ پوړي پلاوي سره ملاقات وکړ او په ګډه يې غرمنۍ وخوړه. د ياد پلاوي مشر د شمالي کوريا د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر کيم يونګ نام دی او په دې پلاوي کې د شمالي کوريا د کارګرو ګوند د مرکزي کمېټې لومړی مرستيال کيم يو جونګ، د سپورټي لارښوونې د دولتي کمېټې مشر چوی هوی، د وطن د سولې او يووالي کميټې مشر لي سون ګون شامل دي.

مون جای ين هيله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې شرايط جوړ او برابر کړي او له شمالي کوريا څخه ليدنه وکړي. نوموړي وويل، چې د جنوبي او شمالي کوريا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره بايد د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ خبرې اترې ژر تر ژره تر سره شي، هيله لري چې شمالي کوريا په فعاله توګه له امريکا سره خبرې اترې وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای