د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فبرورۍ په ۱۰مه نېټه، د افغانستان ولسمشر اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د امنيتي ادارې ۱۷ تنو جګپوړو مامورينو ته افتخاري مډالونه ورکړل چې د هېواد د يووالي او د ټولنيز ثبات د ساتلو په اړه يې د دوی ښه خدمتونه وستايل.
د افغانستان د باختر خبري اژانس ويبپاڼې خبر ورکړ، ياد ۱۷ تنه مامورين د افغانستان د دفاع وزارت، ځانګړي پوځ، هوايي پوځ او ځانګړي پوليسو په ادارو پورې اړه لري.
اشرف غني د مډال ورکولو په مراسمو کې د دغو مامورينو خدمتونه وستايل او و يې ويل، دوی د افغانستان د حکومت او خلکو وياړونه دي او د دولتي خونديتوب او ټولنيز ثبات د ساتلو لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي. هغه به د خپل ماموريت په موده کې د امنيتي ادارو اصلاحات او پرمختګ وهڅوي او د دولتي خونديتوب د ضمانت توان د لوړولو لپاره به تر وسې پورې کوښښونه وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |