CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرېس د راپور بهرنيو ژبو نسخې چاپ او نشر شولې

cri     (GMT+08:00) 2018-02-11 16:14:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د چين د کمونېست ګوند په نولسم ملي کانګرېس کې د ښاغلي شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی راپور، چې عنوان يې دی په چين کې د شتمنې او سمسورې ټولنې په جوړولو سره په نوې دورې کې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم لوی برياليتوب تر لاسه شي، د انګليسي، فرانسوي، هسپانيايي، جرمني، جاپاني، روسي، عربي، پورتګالي، ويتنامي او لاوسي ژبو په شمول په ۱۰ بهرنيو ژبو ترجمه شوی دی. يادې بېلابېلې نسخې د چين د بهرنيو ژبو مطبعې لخوا چاپ شوې دي او سمدلاسه به بهرنيو هېوادونو ته وړاندې شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای