CRI Online

پر کنګل د هاکۍ په اړه د شمالي کوريا او جنوبي کوريا ګډه ښځينه لوبډله د ستاينې وړ ده

cri     (GMT+08:00) 2018-02-11 16:45:38

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د فبرورۍ په ۱۰مه نېټه د پيونګ چانګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په اړه پر کنګل د هاکۍ مسابقه ترسره شوه.د شمالي کوريا او جنوبي کوريا ګډه ښځينه لوبډله چې ډېره د پاملرنې وړ ده، په همدغه مسابقه کې برخه درلوده، که څه هم د سويس لوبډلې لخوا يې ماته وخوړله، خو دغه لوبډله بيا هم په پراخه توګه وستايل شوله او تود هرکلی تر لاسه کړ.

دغه لوبډله به د روانې مياشتې په ۱۲مه او ۱۴مه نېټه په جلا توګه له سويډن او جاپان سره سيالي وکړي، د دغو ژمنيو لوبو په موده کې به دوی په عمومي توګه په پنځو سياليو کې ګډون وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای