CRI Online

په لوېدلې روسي الوتکه کې ټول مسافرين او عمله مړه شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-12 09:00:42

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بيړنيو چارو وزارت ويبپاڼې د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه خبر ورکړ چې په همدې ورځ د مسکو ښار په ورڅېرمه کې لوېدلې Ann-148 مسافر وړونکې الوتکه کې ټول مسافرين او عمله مړه شوي دي.

د خبر له مخې، په دغه الوتکه کې ټول ۶ تنه کارکوونکي او د ۳ ماشومانو په شمول ۶۵ تنه مسافرين سپاره وو. تر اوسه پورې يو تور بکس موندل شوی، خو نه معلومېږي چې دغه تور بکس د چلونکي کاربين اواز ثبتوونکی که د الوتونکو شمېرو ريکارډ ماشين دی.

اوس د مسافرينو له ليست څخه څرګندېږي چېهېڅ چينايان پکې نه شته.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای