CRI Online

د م م د ماشومانو صندوق : عراق کې يوه په څلورمه برخه ماشومان غريبۍ ځپلي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-12 09:03:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د ماشومانو صندوق د فبروري په ۱۱ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل،چې له ۲۰۱۴ کال راپدې خوا د افراطي داعش ډلې لخوا راپيل شوې جګړې په عراق کې يوه په څلورمه برخه ماشومان بېوزلي کړي دي.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې اوس په عراق کې ۳۷۰۰۰۰۰ ماشومان د جګړې له امله بېوزلي شوي او دغه شمير په دې هېواد کې د ماشومانو په جمله کې يوه په څلورمه برخه نيسي. دغه راز نور ۳۰۰۰۰۰۰ ماشومان د جګړې له امله تعليم نه شي منلی. په دغه اعلاميه کې شمېره ښيي چې له ۲۰۱۴ کال راهيسې په عراق کې پر ښوونيزو تاسيساتو ۱۵۰ بريدونه او پر روغتيايي تاسيساتو ۵۰ بريدونه شوي دي.

د روانې مياشتې له ۱۲ مې نيټې څخه تر ۱۴ مې نېټې پورې به د عراق بيارغونې په اړه نړيواله غونډه په کويټ کې ترسره شي. دا په عراق کې د داعش ضد مبارزې له کاميابېدو وروسته د عراق د بيارغونې په اړه لومړۍ نړيواله غونډه ده چې په کې به د ۷۰ هېوادونو استازي، د نړيوال بانک په ګډون يو شمېر نړيوال سازمانونه، ۹۵۰ تصدۍ او ټولنيز سازمانونه ګډون وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای