CRI Online

د چين دولتي شورا په هانکانګ کې د سختې ترافيکي پېښې په اړه د حال پوښتنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-12 10:50:19

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د هانکانګ په نوې سيمه کې د يوې سختې ترافيکي پېښې تر پېښېدو وروسته د چين دولتي شورا د هانکانګ او مکاو چارو دفتر د فبرورۍ د ۱۰مې نېټې په شپه د هانکانګ ځانګړې ادارې سيمې حکومت ته د خواخوږۍ پيغام واستاوه. په دغه پيغام کې ويل شوي چې د خبر له مخې، د يادې ترافيکي پېښې له امله ټول ۱۹ تنه مړه او ۶۵ تنه نور ټپيان شوي دي. موږ د مړه شويو له کورنيو څخه خواخوږي او همدردي څرګندوو او هيله لرو چې ټپيان ژر بيا روغ او جوړ شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای