CRI Online

د چين صدراعظم مرستيال په هېواد کې د مذهبي ډلو له مسؤلينو سره کتنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-12 10:53:31

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د دايمي کمېټې غړي او مرستيال صدر اعظم وانګ يانګ د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه په هېواد کې د مذهبي ډلو له مسؤلينو سره يوه غونډه جوړه کړه او د دغه ګوند د مرکزي کمېټې او عمومي منشي شي جين پينګ په استازيتوب يې ټولو مذهبي شخصيتونو او ديني عقيده لرونکو عامو وګړيو ته د پسرلني اختر نيکې هيلې وړاندې کړې.

ښاغلي وانګ يانګ په ياده غونډه کې څرګنده کړه چې ۲۰۱۷ کال د ګوندي او دولتي چارو د چټک پرمختګ يو کال و چې پکې مذهبي کار هم پرمخبيول شوی دی. بېلا بېلو مذهبي ډلو د خپلو چارو پر سمې لارې ټينګار کړی، د ګوند او حکومت پر چاپېر د عامو وګړيو لارښوونه يې کړې او د قومي يووالي، مذهبي او ټولنيزې همغږۍ لپاره يې مثبت خدمتونه تر سره کړي دي.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې ۲۰۱۸ کال د چين کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس د اړوندو روحيو د پلې کېدو پيل دی. مذهبي شخصيتونه بايد په دې اړه جدي زده کړه وکړي او د مذهبي کار په اړه د ګوند د مرکزي کمېټې اړوندې پرېکړې او ترتيبات دې تطبيق کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای