CRI Online

روسيې په بريالۍ توګه د توغنديو ضد د نوي ډول توغندي ازموينه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-12 15:09:24

سين هوا اژانس د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه د روسيې د دفاع وزارت تر لارښوونې لاندې د سره ستوري ورځپاڼې په قول خبر ورکړ چې د روسيې پوځ په دې ورځو کې په قزاقستان کې د توغنديو ضد د نوي ډول توغندي بريالۍازموينه وکړه.

د روسيې د هوايي دفاع او توغنديو ضد پوځ مرستيال قوماندان په قول، د دغه پوځ يوې فرعي ډلې په قزاقستان کې د توغنديو پر ضد د يو نوي ډول توغندي بريالۍازموينه وکړه او ياد توغندی د ټاکلي وخت له مخې په دقت سره موخې ته رسېدلی او په بريالۍ توګه يې خپله دنده پوره کړه.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای