CRI Online

د شمالي کوريا لوړ پوړی پلاوی بېرته پينګ يونګ ته ستون شو.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-12 15:10:04

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د شمالي کوريا د لوړ پوړي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مشر ښاغلي کيم يونګ نم تر مشرۍ لاندې لوړ پوړی پلاوی د فبرورۍ د ۱۱مې نېټې په شپه د يوې ځانګړې الوتکې په وسيله بېرته پينګ يونګ ته ستون شو او جنوبي کوريا ته يې خپل ۳ ورځني سفر پای ته ورساوه.

د خبر له مخې، په ۱۱مه نېټه دغه پلاوی د جنوبي کوريا له ولسمشر مون جې ين سره په سيول کې د شمالي کوريا د هنري ډلې ننداره وکتله.

ياد پلاوی د روانې مياشتې په ۹مه نېټه جنوبي کوريا ته رسېدلی او په همدې شپه يې د پيونګ چانګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای