CRI Online

چين د مراجعې،معلوماتو او نورو برخو د اصلاحاتو له لارې د طبي خدمت کيفيت لوړوي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-12 15:14:30

د چين روغتيا او د پلان له مخې ولادت کمېټې د مشر مرستيال وانګ هه شنګ د فبروري په ۱۲ مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې چين اوس د مراجعې،معلوماتو او نورو برخو د اصلاحاتو له لارې د طبي خدمت د کيفيت لوړولو په هڅه کې دی.

نوموړي د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په خبري ناسته کې وويل، چې اوس په چين کې د درېيمې درجې په ټولو دولتي روغتونونو کې د ناروغانو د ورتګ او د نمبر نيولو معلومات خونې شته دي، له دريو کلونو راهيسې د ډاکتر کتلو لپاره د ناروغانو لخوا لګول شوی وخت په منځنی توګه ۱۰ دقيقې کم شوی، په ځينو روغتونونو کې ان يو ساعت کم شوی دی، په روغتونونو کې د ناروغانو د بستري کېدووخت ۱۰ ورځو ته راکم شوی دی. دغه راز څه باندې ۴۱۰۰ روغتونونه ناروغانو ته د معلومات لټولو او ورکولو خدمت برابروي چې له امله يې د ناروغانو وخت سپمول شوی دی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای