CRI Online

شي جين پينګ د مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له امله د روسيې ولسمشر ولاډيمير پوټين ته د خواخوږۍ ټلګرام ولېږه.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-12 21:29:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه د روسيې د مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له امله د دغه هېواد ولسمشر ولاډيمير پوټين ته د خواخوږۍ ټلګرام ولېږه. هغه وويل، په حيرانتيا سره مې واوريدل چې ستاسې د هېواد يوه مسافر وړونکې الوتکه ولوېده او ټول مسافرين او مړه شوي دي. زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب او تر خپل عنوان لاندې د ټولو مړه شويو کسانو په اړه ژوره خواشيني څرګندوم او د مړه شويو کسانو خپلوانو سره همدردي او خواخوږۍ څرګندوم.

د چين صدراعظم لي که چيانګ هم د روسيې صدراعظم ميډويډيف ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای