CRI Online

د عراق چارواکی: د عراق بيارغونې لپاره ۸۸ مليارډو او ۲۰۰ مليونو ډالرو ته اړتيا ده

cri     (GMT+08:00) 2018-02-13 09:13:18

د عراق د پلان وزير صلمان جوانلي د فبروري په ۱۲ مه نېټه په کويټ کې وويل، چې د عراق بيا رغونه ۸۸ مليارډو او ۲۰۰ مليونو ډالرو ته اړتيا لري.

نوموړي په همدې ورځ د کويټ په پلازمينه کويټ ښار کې د عراق د بيارغونې په نړيواله غونډه کې د وينا په ترڅ کې وويل، چې دا پيسې به د عراق د هغو برخو په بيارغونه کې ولګول شي، کومې چې په دې وروستيو کلونو کې د ترهګريزو بريدونو او له ترهګريزو ډلو سره د جګړو له امله خرابې شوې دي.

د عراق د پلان وزارت چارواکي عبدالفتح په دغه غونډه کې وويل،چې د عراق د بيارغونې په پانګو کې ۲۲ مليارډه ډالر د لنډې مودې لپاره دي او نور څه باندې ۶۶ مليارډه ډالر د منځنۍ مودې لپاره دي.

د عراق د پلان وزارت په همدې ورځ د ترهګريزو فعاليتونو له امله د اوو سختو زيانمن شوو ولايتونو د ارزولو په اړه نوی رپوټ خپور کړ او حساب يې وکړ چې ترهګريزو فعاليتونو عراق ته ۴۵ مليارډه او ۷۰۰ مليونه ډالر زيانونه اړولي او بيارغونه يې  ۸۸ مليارډو او ۲۰۰ مليونو ډالرو ته اړتيا ده.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای