CRI Online

فلسطين اسرائيلو ته خبرداری ورکړ چې د يهود ميشتي ځايونه تر خپل کنترول لاندې سيمو کې شامل نه کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-13 09:27:28

د فلسطين ولسمشرۍ ماڼۍ د فبروري په ۱۲ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره اسرائيلو ته خبرداری ورکړ چې د يهود د ميشتو ځايونو په اړه هيڅ يواړخيز عمل ترسره نه کړي، په تيره بيا د يهود د ميشتو ځايونو کنترول ونه کړي. 

 د فلسطين د ولسمشرۍ ماڼې وياند په همدې ورځ په اعلاميه کې وويل، چې که اسرائيل خپل خودسرانه عمل ته ادامه ورکړي، نو د سيمې حالت به نورهم  سخت او ترينګلي شي او د فلسطين او اسرائيلو د سوله ييز بهير لپاره به نړيوالې هڅې ماتې شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای