CRI Online

د م م د کډوالو چارو کميشنري به ۱۰۰۰۰ سوريايي کډوال له اردن نه نورو ځايونو ته انتقال کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-13 09:55:35

د م م د کډوالو چارو کميشنر د فبروري په ۱۲ مه نېټه په اردن کې وويل، چې د م م د کډوالو چارو لوړه کميشنري به ۱۰۰۰۰ سوريايي کډوال له اردن نه نورو ځايونو ته انتقال کړي او هيله لري چې امريکا، ډانمرک او نور هېوادونه زيات کډوال ومني او ځای پر ځای يې کړي.

نوموړي په همدې ورځ سوريې ته نږدې د اردن په شمالي سرحدي سيمه کې د کډوالو له کمپونو څخه ليدنه وکړه او په خبري ناسته کې يې وويل، چې د سوريې جګړه اتم کال ته داخله شوې، او د سوريې د امنيتي حالاتو د ترينګلتيا له امله ګډوال بېرته خپلو کورونو ته د ستنېدو لپاره تيار نه دي.

نوموړي له نړيوالې ټولنې څخه د کډوالو له منونکو هېوادونو سره د زياتو مرستو غوښتنه وکړه او پر امريکا، ډانمرک او نورو هېوادونو يې غږ وکړ چې زيات کډوال دې ومني او ځای پر ځای دې يې کړي.

د م م د کډوالو چارو کميشنرۍ شمېره ښيي، چې اوس په اردن کې تر ۶۵۹ زره زيات سوريايي کډوال ميشت دي او د اردن په حکومت کې يې نومونه ثبت کړي دي، بل لور د اردن حکومت وايي،په اردن کې د سوريايي کډوالو شمېر له يو مليون او ۳۰۰ زرو نه هم زيات دی او د اردن پر اقتصاد او ټولنې يې بارونه زيات کړي دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای