د فبروري په ۱۲ مه نېټه د چين نړيوالې راډيو (سی ار ای) په بېجينګ کې د چين له هوايي ګروپ سره د ستراتيژيکې همکارۍ تړون لاسليک کړ.
د دغه تړون له مخې به سي ار ای د رسنيو او ډېرو ژبو سرچينې په شپږو وچو کې د چين د هوايي ګروپ د پراخو هوايي کرښو له شبکې سره يوځای کړي، د مارکونو فعاليتونه به تبليغ کړي، د هوايي ګروپ سپرلۍ ته به غوره پروګرامونه برابر کړي او د دواړو خواووو نړيوال نفوذ او د سيالۍ توان به لوړ کړي. دغه راز دواړه خواوې به د ورېښمو لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو په هوايي کرښو کې همکارۍ ته لومړيتوب ورکړي.
دغه تړون به د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ نوې پاڼه خلاصه کړي او په الوتکو کې به د ساعت تېري سيستم اصلاح کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |