CRI Online

ټامس کې د دويمې نړيوالې جګړې پاتې شوی بم پيدا شوی

cri     (GMT+08:00) 2018-02-13 11:03:44

د بريټانيې خبري رسنيو پر ځايي وخت د فبروري په ۱۲ مه نېټه خبر ورکړ چې د لندن پوليسو يوه ورځ دمخه د ټامس سيند په اوبو کې د دويمې نړيوالې جګړې يو پاتې شوی بم پيدا کړ چې له امله يې په همدې نېټې د لندن ښار هوايي ميدان په بېړنۍ توګه بند و او نږدې ۱۶۰۰۰ مسافرين له ستونزو سره مخ وو.

بي بي سي په ۱۲ مه نېټه په خپله ويبپاڼه کې خبر ورکړ چې د لندن پوليس وايي چې دغه بم پر ځايي وخت د ۱۱ مې نېټې د سهار په پنځو بجو کارګرو د لندن په ختيځ بندر کې د دندې پر مهال پيدا کړ. د دغه بم د نا کاره کولو لپاره د لندن ښار هوايي ميدان د همدې شپې په لسو بجو بند شو. وړاندوينه شوې چې د بم ناکاره کول به د ۱۳ مې نېټې تر سهار پورې بشپړ شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای