CRI Online

کيم جونګ اين: د شمالي کوريا او جنوبي کوريا ترمنځ د روغې جوړې او خبرو اترو لپاره به ښه فضا جوړه کړو

cri     (GMT+08:00) 2018-02-13 14:58:42

د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اوين د فبروري په ۱۲ مه نېټه له جنوبي کوريا څخه بېر ته شمالي کوريا ته د ستون شوي لوړ پوړي پلاوي رپوټ واوريد او ويې ويل چې د شمالي کوريا او جنوبي کوريا ترمنځ د روغې جوړې او خبرو اترو لپاره به ښه فضا جوړه کړي .

کيم جونګ اوين وويل، چې جنوبي کوريا د شمالي کوريا د لوړ پوړي پلاوي په شمول د اولمپيک په ژمنيو لوبو کې د شمالي کوريا ګډونوالو سفر ته په درنه سترګه کتلي او هغوي ته يې اسانتياوې برابرې کړې دي ، هغه له دوی څخه ډېره مننه وکړه. نوموړي وغوښتل چې د روانو ژمنيو اولمپيک لوبو د فرصت په نيولو سره د دواړو خواوو د روغې جوړې او خبرواترو لپاره ښه فضا جوړه کړي او په دې برخه کې به د زياتو برياليتوبونو لپاره هڅې وکړي.

د شمالي کوريا پلاوی په ۹ مه نېټه د ځانګړې الوتکې په وسيله جنوبي کوريا ته ولاړ او په همدې شپه يې په پيونګ چانګ کې د ژمنيو اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ. د شمالي کوريا لوړپوړي پلاوي په ۲۰۱۴ کال کې رن چوان کې د اسيا لوبو د پای په مراسمو کې ګډون کړی و.

له جنوبي کوريا څخه د شمالي کوريا لوړپوړي پلاوي دا ليدنه پس له درې کلن ځنډ وروسته وشوه.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای