CRI Online

د ماليزيا مشر : "يو کمربند او يوه لارې" وړانديز د ماليزيا او چين ترمنځ همکاريو ته نوي فرصتونه پيدا کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-13 15:42:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ماليزيا مشر سلطان محمد د فبروري په ۱۲ مه نېټه وويل، چې ډېر خوشحال يم چې د ماليزيا او چين ترمنځ د سوداګرۍ، لويو پروژو، سيلانۍ او نورو برخو په همکارۍ کې ډېر برياليتبونه ترلاسه شوي، "يو کمربند او يوه لاره " وړانديز چې د چين لخوا وړاندې شوی د دواړو هېوادونو ترمنځ بېلابېلو همکاريو ته نوي فرصتونه پيدا کړي دي.

دغه خبرې سلطان محمد په ماليزيا کې د چين نوي سفير بای تيان د اعتماد ليک د منلو پرمهال وکړې.

سفير بای تيان وويل، د چين او ماليزيا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۴۴ کلونو راهيسې دواړو هېوادونو په دوستۍ او همکارۍ ټينګار کړی او اړيکو يې په ثابته او هراړخيزه توګه پرمختګ کړی او خلکو ته يې رښتينې ګټې رسولې دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای