CRI Online

د چين د تيان جين څارنوالۍ پر سون جنګ څای د رشوت خوړلو دعوا کړې

cri     (GMT+08:00) 2018-02-13 16:34:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين لويي څارنوالۍ خبر ورکړ چې دغې څارنوالۍ د چين د کمونيست ګوندد اته لسمې دورې د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د پخواني غړي او هم د چين د چونګ چينګ ښار پخواني ګوندي منشي سونګ جنګ څای د رشوت خوړلو په اړه څارنه بشپړه کړه او د قانون له مخې يې د دعوا لپاره د تيان جين ښار څارنوالۍ لومړۍ فرعي څانګې ته وړاندې کړه. په دې وروستيو ورځو کې د تيان جين څارنوالۍ لومړۍ فرعي څانګې د دغه ښار د منځنۍ درجې لومړۍ محکمې ته د نوموړي په اړه دعوا وړاندې کړې وه چې د چين لوی څارنوالۍ د ده د دوسيې په اړه څېړنه بشپړه کړه او اړوندې څانګې ته يې وليږله.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای