CRI Online

چين: هيله ده چې شمالي کوريا او امريکا په وخت فعال ګامونه پورته کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-13 19:35:43

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې وويل ،هيله ده چې شمالي کوريا او امريکا به د اوسني فرصت څخه په ګټه اخيستلو سره په وخت فعال ګامونه پورته کړي.

د خبر له مخې،د جنوبي کوريا د يووالي وزارت خبر ورکړ چې جنوبي کوريا به په راتلونکي کې د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ د خبرو اترو د تر سره کېدو لپاره کوښښ وکړی.په عين وخت کې د امريکا د ولسمشر مرستيال مايک پنس وويل چې امريکا او جنوبي کوريا د شمالي کوريا د ذروي مسئلې په اړه ګډې نظريې تر لاسه کړي چې لومړی به جنوبي کوريا له شمالي کوريا سره خبرې اترې وکړي او وروسته تر هغه ښايي امريکا له شمالي کوريا سره خبرې اترې وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای