CRI Online

شي جين پينګ د پسرلني اختر د رارسېدو پر مهال د سه چوان ولايت د بېلا بېلو قومونو د وګړو د حال احول پوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-02-13 20:07:46

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د پسرلني اختر د رارسېدو پر مهال د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي،د دولت رئيس او د مرکزي پوځې کميټې رئيس شي جين پينګ سه چوان ته ورسېد چې د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس،د دغه ګوند د مرکزي کميټې د اقتصاد کاري غونډې او د کرهنيزې غونډې روحيې د پلي کېدو په اړه پلټنه او د بېلا بېلو قومونو د وګړو د حال احول پوښتنه يې وکړه او وګړو ته يې د پسرلني اختر نيکې هيلې څرګندې کړلې.

د فبرورۍ له ۱۰مې نېټې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې شي جين پينګ په جلا جلا توګه د ليانګ شان د يي قوم او د ابا د ځانګ او چيانګ قوم له خپلواکو سيمو او چنګ دو ښار څخه ليدنه وکړه او په ون چوان ښار کې تر زلزلې وروسته د بيا ابادۍ او پرمختګ حالت څخه ليدنه وکړه چې د بېلا بېلو قومونو وګړو ته يې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټه پاملرنه کوي .

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای