CRI Online

د اسرائيلو پوليس: پر صداعظم دې د رشوت خوړلو دعوا وشي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-14 09:47:55

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسرائيلو پوليسو د فبرورۍ په ۱۳ مه نېټه وويل چې په دوو قضيو کې دې پر صدراعظم بنجامين نيتانياهو د رشوت خوړلو دعوا وشي.

وړاندې د سرائيلو پوليسو له نيتانياهو څخه اوه ځلې پوښتنې کړې وې. لومړۍ قضيه نيتانياهو او د ده کورنۍ ته د د دوو شتمنو تاجرانو له لوري د قيمتي ډاليو په اړه ده، خو نيتانياهو په دې ټينګار کوي چې دا يوازې ډالۍ ده، بيه يې نه ده ورکړې. دويمه قضيه دا ده چې ګواکې نيتانياهو د "يديوت اهارونوت" ورځپاڼې تر ټولو پياوړې سيالې "اسرائيل هايوم " ورځپاڼې ضد لاره تنګه کړې او په بدل کې يې د "د يديوت اهارونوت "ورځپاڼې له لوري د خپلځان په اړه مثبت راپورونه ترلاسه کړي دي. وړاندې "د يديوت اهارونوت "ورځپاڼې د نيتانياهو په اړه ډېر منفي خبرونه ورکړل.

د اسرائيلو د قانون له مخې،پر صدراعظم دا ډول دعوا د لوي څارنوال صلاحيت دی، نو مالومه به شي چې د اسرائيلو لوی څارنوال اويجای ماندبليټ به پر نيتانياهو دعوا وکړي او که نه. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای