CRI Online

يو چوان له ۱۱م پانچن لاما سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-14 10:30:37

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سکريتريت منشي او د واحدې جبهې څانګې مشر ښاغلي يو چوان د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې له ۱۱م پانچن لاما باينچېن ايرديني کويګيجابو سره وکتل.

ښاغلي يو چون ۱۱م پانچن لاما ته د پسرلني اختر او د تبتي جنترۍ له مخې د نوي کال مبارکي وويله او ۱۱م پانچن لاما ښاغلي يو چون ته هادا وړاندې کړه.

ښاغلي يو چون هيله څرګنده کړه چې ۱۱م پانچن لاما د عمومي منشي شي جين پينګ لارښوونه په ياد وساتي، لا زيات بوډايي مهارتونه، علمي معلومات او ښه اخلاق دې ترې زده کړي، د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ افکار او د ګوند د ۱۹م ملي کانګرس اړوندې روحيې دې په جدي توګه پلې کړي، د هېواد وحدت او ملي يووالي لپاره دې هڅه وکړي او د سوسياليستي ټولنې او په تبتي سيمه کې د بوډايي دين ترمنځ د همغږۍ لپاره دې نوي خدمتونه تر سره کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای