CRI Online

په ايران کې له ميشتو کډوالو سره د مرستې لپاره د چين پروژه بشپړه شوه.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-14 10:40:41

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په ايران کې د چين سفارت او په دغه هېواد کې د م م د خوراکو پروګرام دفتر د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه په تهران کې د پروژې تسليمولو مراسم تر سره کړل او له دې څخه څرګندېږي چې په ايران کې د عراقي او افغان کډوالو سره د چيني حکومت د بې شرطه مرستې پروژه په بريالۍ توګه بشپړه شوه.

د چيني حکومت او د م م د خوراکو پروګرام ترمنځ د لاسليک شوي تړون له مخې، چيني حکومت په ايران کې کډوالو ته د بيړنيو غلودانو د برابرولو لپاره په وړيا توګه يو مليون امريکايي ډالره برابر کړې او د دغې پانګې اداره او د مالونو اخيستنه د م م د خوراکو پروګرام لخوا تر سره شوی دی. د يادو دوو خواوو په تاييدولو سره دغه مرستندويه پروژه بشپړه شوې او ټاکلې موخې ته رسېدلې ده.

په ايران کې د م م د خوراکو پروګرام استازې مېرمن نيګر ګيرامي په همدې ورځ په دغه هېواد کې له چيني سفير ښاغلي پانګ سن څخه مننه څرګنده کړه او و يې ويل چې د چين په مرسته د م م د خوراکو پروګرام کډوالو ته کابو ۱۲۰۰ ټنه غلې دانې او مالونه اخيستي او تقريباً ۳۰ زرو تنو کډوالو ته يې مرستې برابرې کړې دي.

چيني سفير پانګ سن څرګنده کړه چې چين غواړي د جنوب او جنوب ترمنځ د همکارۍ تر چوکاټ لاندې تر خپلې وسې پورې نورو پرمختيايي هېوادونو ته خپلې مرستې برابرې کړي او د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د خلکو ژوند د ښه والي په موخه به له وروسته پاتې هېوادونو سره کومکونه وکړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای