CRI Online

د جنوبي سمندر مسئلې په اړه د چين او فليپين ترمنځ د دوه اړخيزې سلامشورې ميکانيزم دوهمه غونډه په مانيلا کې تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-14 10:48:57

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جنوبي سمندر مسئلې په اړه د چين او فليپين ترمنځ د دوه اړخيزې سلامشورې ميکانيزم (BCM)دوهمه غونډه د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه د فليپين په مانيلا کې تر سره شوه. د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال کونګ شيوان يو او د ده فليپيني سيال ښاغلي انريک مانالو په جلا جلا توګه د خپلو پلاويو په مشرۍ سره په ياده غونډه کې ګډون وکړ. دواړو خواوو د يادې غونډې اهميت تکرار کړ او څرګنده يې کړه چې دغه ميکانيزم د دوه اړخيزو اړيکو د ثابت پرمختګ لپاره ګټه لري.

د ۲۰۱۷ کال د مې په ۱۹مه نېټه د BCM لومړۍ غونډه د چين په ګوی يانګ ښار کې تر سره شوې چې دواړو خواوو پکې په صادقانه او ډاګه توګه د خپلو نظريو تبادله وکړه.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای