CRI Online

د چين صدراعظم لي که چيانګ له جي لين ولايت څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-02-14 10:49:13

  د چينايانو د پسرلني اختر له رارسيدو مخکې د چين صدراعظم لی که چيانګ د روانې مياشتې په دوولسمه او ديارلسمه نېټه د جي لين ولايت د باي چن ښار له جن لای ولسوالۍ څخه ليدنه وکړه او ځايي وګړو ته يې د نوي کال مبارکی وويله . د ولسوالۍ په بازار کې چې د تودوخی درجه يې منفی يوويشتو ته رسيده ، او د خلکو ښه ګڼه ګوڼه وه ، صدراعظم لي که چيانګ د غرفو له خاوندانو سره د زړه خواله وکړه . دوی ور ته وويل چې د سږ کال پلورنه د تيرو کلونو په پرتله ښه ده . صدراعظم لي په خوښۍ سره وويل چې له دې څخه څرګنديږي چې د وګړو ژوند نور هم ښه شوی دی . صدراعظم لي د جن لای ولسوالۍ د اينګ هوا کلي کليوالو ته چې دغه کلی په غرونو کې پروت دی او ډير غريب دی ، راغی او ددوی د غله جاتو ، عايداتو او د طبی لګښت اجرا کولو په هکله د حال احوال پوښتنه يې وکړه او دوی ته يې د اختر مبارکی او د اختر لپاره د اړتياوړ توکي ورکړل . صدراعطم لي د کتنې په ترڅ کې له وروستيو کلونو راهيسې د جي لين ولايت په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې وستايلې او و يې ويل چې د زړې صنعتي اډې په توګه د هيواد د شمال ختيځې سيمې احيا او بيا رغاونه ښه راتلونکی لري . هغه هيله وښوده چې ځايي وګړي د دغې احيا د تحقق لپاره هاند او کوشش وکړي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای