CRI Online

چين به د کرنيز پرمختګ نړيوال صندوق ته بسپنه ورکړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-14 10:56:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د چين پلاوي د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه په روم کې د کرنيز پرمختګ د نړيوال صندوق د ۴۱م دورې شورا د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ چې چين به د ۱۰ مليونو ډالرو په ارزښت د يوانو په ورکولو سره د کرنيز پرمختګ په نړيوال صندوق کې د جنوب او جنوب او درې اړخيزې همکارۍ فنډ جوړ کړي.

دغه نوی فنډ به په ځانګړي ډول په کليوالو سيمو کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو او پرمختګ په برخه کې او د جنوب او جنوب هېوادونو تر منځ د تجربو او تخنيکونو له تبادلې، د پوهې له شريکولو او د تګلارو له ډيالوګ څخه ملاتړ وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای