CRI Online

شي جين پينګ: موږ بايد خپله کاريه سويه لوړه کړو، پاملرنې مو بېوزلو سيمو ته دې زياتې کړو او د بېوزلۍ له منځه وړلو چارې دې پرمخ بوزو.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-14 15:55:56

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه د سه چوان ولايت په چنګ دو ښار کې د بېوزلۍ له منځه وړلو په اړه د يوې غونډې مشري وکړه او د راتلونکو ۳ کلونو لپاره يې د اړوندې تګلارې څېړنه وکړه. ښاغلي شي جين پينګ د بېوزلۍ له منځه وړلو په لومړۍ کرښه کې ټولو کادرانو او د بېلا بېلو قومونو وګړيو ته د نوي کال نيکې هيلې وړاندې کړې.

شي جين پينګ دغه خبره تکرار کړه: د بېوزلۍ له منځه وړل د ګوند د ۱۹م ملي کانګرس لخوا له وړاندې شويو ۳ سختو دندو څخه يوه شمېرل کېږي چې د هراړخيزې نسبتاً شتمنې ټولنې د پوره ابادۍ او د لومړۍ سل کلنې موخې د تر سره کېدو لپاره خورا اهميت لري. موږ بايد پر مخ د دندې سختوالي او سترو ستونزو ته په درنه سترګه وګورو، خپله کاري سويه دې لوړه کړو، غريبو سيمو ته دې پاملرنه وکړو او په اغېزمنو اقداماتو دې د بې وزلۍ له منځه وړلو چارې پرمخ بوزو.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای