CRI Online

ما جاو شيو : نړيواله ټولنه بايد د برخليک د ګډې ټولنې د نظريې په ټينګېدو سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-14 15:58:42

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په م م د چين دايمي استازي ما جاو شيو د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه په امنيت شورا کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د برخليک د ګډې ټولنې نظريه ټينګ کړي او د نويو حالاتو په وړاندې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د پياوړتيا لپاره همکارۍ پياوړې کړي.

هغه وويل چې د ترهګرۍ پر ضد نړيواله همکاري بايد د م م منشور له اصولو سره سم د م م او د امنيت شورا لارښوونکي رول ولوبوي.هغه زياته کړه چې نړيواله ټولنه بايد په ګډه د ترهګرۍ د رامنځته کېدو د سرچينې مسئلې حل کړي او له غړو هېوادونو سره مرستنه وکړي څو چې اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ومومي او بېوزلي له منځه يووسي او د نوي ډول نړيوالې اړيکې ټينګې کړي او د بشري برخليک ګډه ټولنه جوړه کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای