CRI Online

په ۲۰۱۷ کال کې هانکانګ ته د ننوتونکو سيلانيانو شمېر ۵۸ مليونو ته رسېدلی دی.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-14 16:03:51

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د هانکانګ ځانګړې ادارې سيمې ته د ننوتونکو چارو دفتر د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې په ۲۰۱۷ کال کې هانکانګ ته د ننوتونکو سيلانيانو شمېر له ۵۸ مليونو ۴۷۰ زرو تنو څخه اوښتی او دغه شمېر د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۳.۲٪ زيات شوی دی. له دې جملې څخه د هېواد له لويې وچې څخه د راغلو سيلانيانو شمېر ۴۴ مليونو ۱۹۰ زرو تنو ته رسېدلی چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۳.۸٪ زيات شوی دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای