CRI Online

د پاکستان ولسمشر ممنون حسين د چين خلکو ته د نوي کال مبارکي وويله

cri     (GMT+08:00) 2018-02-14 16:12:10

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د پسرلني اختر د رارسيدو په موقع کې د پاکستان د اسلامی جمهوريت ولسمشر ممنون حسين د چين خلکو ته د مبارکۍ پيغام وليږه او هيله يي څرګنده کړه چې په نوي کال کې د پاکستان او چين ترمنځ په بيلا بيلوساحو کې همکاری او تګ راتګ نژدې شي څو چې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د ابادولو په بهير کې نوې پرمختياوې وموندل شي.

ولسمشر حسين په تبريکيه پيغام کې ويلي چې په تير کال کې چين د نړيوالې ادارې په سمون کې عمده رول لوبولی او له پاکستان سره يې يو ځای د ګډ برخليک ټولنې د ابادولو په برخه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

د دې پيغام په پای کې ده هيله څرګنده کړه چې چين د خپل مشر او د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې په نوي کال کې د غښتلې پرمختياوو ښه تمايل وساتي . دغه راز هغه په روان کال کې د پاکستان او چين ترمنځ د ورورولۍ احساسات نور هم ژور شي او د دواړو هيوادونو ترمنځ دوستي نسل په نسل زياته او ټينګه شي .

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای