CRI Online

توسک وايي باید د کډوالو د اجباري ویشنې له امله د اروپایی ټولنې د تجزيې مخه ونیول شي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-14 16:15:29

د سینهوا اژانس د خبر له مخې د اروپایي شورا رئيس توسک د روانې میاشتې په ديارلسمه نېټه وويل چې اروپایی ټولنه باید له غړو هيوادونو سره جدی سلامشوره وکړی څو چې په مثبت ډول د ناقانونه کډوالود راتګ مخه ونیول شی اودننه په ټولنه کې د کډوالو د اجباري ویشنې له امله احتمالی تجزيه رامنځته نه شی .توسک د اطریش له صدراعظم کورز سره د خبرو وروسته دغه خبرې وکړې.له دوه زره پنځلسم کال راهیسې له منځنی ختیځ او شمال افریقا څخه راغلی ګڼ شمیر کډوال د بالقان له لارې هنګری او اطریش ته ننوتلي دي . هغه تير کال د زياتو کډوالو د نه منلو سخت دریځ په نیولو سره د اطریش د صدراعظم په حيث وټاکل شو .ده له اروپایی ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د کډوالو د پوره منلو او یا د ویشلو په شکل د کډوالو د منلو تګلاره بدله کړی او په عین وخت کې د اروپایی ټولنې دباندې کنټرول دې غښتلی کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای