CRI Online

د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشريزه غونډه به په جون کې تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-14 16:54:53

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې چين به د روان کال په جون کې په چينګ داو ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشريزه غونډه تر سره کړي.روسيه د دې سازمان مهم غړي هېواد دی، چين هرکلی کوي چې د روسيې نوی ولسمشرپه دغه غونډه کې ګډون وکړي.

د روسيې خبري رسنيو خبر ورکړ چې په چين کې د روسيې لوی سفير اندري دېنيسوف په دې وروستيو ورځو کې د مرکې په وخت کې وويل چې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشريزه غونډه به په راتلونکي جون کې په چينګ داو کې تر سره شي،د روسيې ولسمشر به په کې ګډون وکړي.وياند ګنګ وويل چې هرکال د چين او روسيې مشرانو ترمنځ د تګ راتګ دود شته او د دوه او څو اړخيزو غونډو ،د پيغامونو د تبادلې او د تليفوني خبرو له لارې خپلمنځي نژدې تګ راتګ ساتي.له دې څخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو لوړه سويه او ځانګړتياوې څرګندېږي.باور لري چې روان کال به دواړه مشران په پر له پسې توګه نژدې تګ راتګ ټينګ کړي څو چې د چين او روسيې ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې به لازيات پرمختګ وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای