د م م سرمنشي انتونیو ګوتریس د روانې میاشتې په ۱۶ مه نیټه د المان په مونکهین کې وویل چې اوس نړۍ له ډیرو ګواښونو سره مخامخ ده او نړیواله ټولنه باید په یووالي سره په ګډه له اړوندو ګواښونو سره مقابله وکړي.
د مونکهین ۵۴مه دوره امنیت غونډه په همدې ورځ پرانیستل شوه. ګوتریس په دغه غونډه کې وویل چې شمالي کوریا د ذروي وسلو په څیړنه لاس پوری کول د م م د امنیت شورا له پریکړو نه سرغړونه ده نو نړیواله ټولنه باید د امنیت شورا د پریکړو سره سم بندیز پری ولګوي او په دېپلوماتیکه توګه د کوریا ذروي مسئله حل کړي. هغه هم زیاته کړه چې د منځني ختیځ بحران هم د نړۍ پر مخ یو بل ګواښ دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |