د بریتانیا د ساینس پوهانو د تازه راپور له مخې د نړۍ د تودوخې د لوړتیا له امله رعد او برق مخ پر کمیدو دی. د بریتانیا د لیز پوهنتون یو علمي ګروپ څو ورځې مخکې د طبیعت په یوه مجله کې د یو راپور په خپرولو سره وویل چې دوي د رعد او برق د رامنځته کیدو پر شرایطو د نړۍ د تودوخې د لوړتیا په اړه څیړنه کړې ده. د اړوندې څیړنې له مخې که تر ۲۱۰۰ کال پوری د نړۍ منځنۍ تودوخه ۵ درجه زیاته شي نو د رعد او برق عمومي شمیر به ۱۵ فیصده کم شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |