CRI Online

اسرائیلو په غزه کې د حماس پر ځینو موخو بریدونه کړل

cri     (GMT+08:00) 2018-02-18 16:28:34
اسرائیلو په غزه کې د حماس پر ځینو موخو بریدونه کړل

د اسرائیلو د دفاع پوځ د روانې میاشتې په ۱۷ مه نیټه د ټانکونو او جنګي الوتکو په وسیله په غزه سیمه کې د حماس پر ځینو پوځي موخو بریدونه وکړل.

د اسرائیلو پوځ په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې یاد بریدونه د دې ځواب دي چې په همدې ورځ د غزې په جنوبي سرحدي سیمه کې یوه چاودنه پیښه شوه چې په نتیجه کې یې د اسرائیلو ۴ پوځیان ټپیان شول.

د اسرائیلو پوځ وویل چې حماس باید د دغې چاودنې مسولیت پر غاړه واخلي او باید په غزه کې د ټولو پیښو پړه ومني.

د اسرائیلو صدراعظم نیتانیاهو هم په همدې شپه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې یاده چاودنه ډیره سخته پیښه وه نو اسرائیل به ځواب ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای